د ويښتانو ارزانه او موثر علاج
د ويښتانو د تويېدو مخنيوى څنګه وکړو
د ويښتانو د تويېدو په اړه د ساينس دنيا د ډاکتر عبدالرزاق په دغه ليکنه کښې به ستاسو ټولې پوښتني ځواب شې'
لومړى د هغه مهم او اسانه علاج ذکر کوو چي د ډيرى کسانو لپاره ګټور تماميدلې شي خو دوى ترې ناخبره دي
بې له شکه چي د ويښتانو د تويېدو لاملونه ډير دي او د هر عامل نه چي دغه مشکل پيښ شوى وي د هغه پيدا کول او بيا يې علاج کول د علاج صحيح او ښه طريقه ده- خو له بده مرغه چي زموږ په پښتون وطنو کښي دا کار ناممکن ته نيږدې دى خو موږ به بيا هم په ليکنه کښې مخته پر ټولو عواملو او د هغو په ممکنه علاج باندي غږيږو خو لومړى هغه طريقه درته ښيو چي تقريباً په هر ډول عامل کي د ويښتانو د تويېدو مخه نيولى شې
اکثره ډاکتران خپل مريض ته د دې علاج ذکر نه کوې
نن يې موږ تاسو ته درښيو چي څه ډول په اسانه ارزانه او موثره طريقه د خپلو ويښتانو د تويېدو مخه ونيسو
اسانه ارزانه او موثر علاج
د پياز اوبه (Onion juice)
د پياز اوبه ويښتانو ته وده ورکوي او د تويېدو مخه يې نيسي د ويښتانو د تويېدو په مخنيوي کښي يې رول په ټولنيزو رسنيو کي ډير ستايل شوى تر استعمال مخکي او وروسته اثر يې بيخي واضع دى راځي چي وګورو چي پياز ولي د ويښتانو لپاره دومره ګټور دي
د پياز اوبه د يوه انزايم چي د کاتالاس (catalase) په نامه دى زياتوي دغه انزايم د ويښتانو په وده کښي ډير اغيزمن رول لري
په پياز کښي په خورا ډير مقدار سلفر موجود دي، سلفر د ويښتانو ريښې تقويه کوي او د ويښتانو په بيا را شنه کيدو کښي ډير مهم رول لري
د سلفر ډير مقدار د ويښته د نري کيدو او ماتيدو خطر هم راکموي
په پياز کي موجود انتي اکسيډنټس (Antioxidants) د ويښتانو له وخت مخکي سپيندلو نه يواځي مخه نيسي بلکه هغه ويښتان چي له وخت مخکي سپين شوي دي بيرته توروي
پياز په ضدمکروب خاصيت کښي بډا دى د دغه خاصيت په درلودلو سره د سر په پوست کښې د مکروبي ناروغيو مخه نيسي چي له امله يې پوست صحت مند وي او ويښتان کرخه (پخه) نه کوي
د پياز اوبه د سر پوست ته تحرک ورکوي او په پوست کي د ويني جريان تيزوي چي په نتيجه کي يې د ويښته ريښې ډيري قوي کيږي
د کارولو طريقې
د کارولو طريقې يې ډيري دي ، ماهرين د پيازو اوبه له مختلفو شيانو سره د ګډولو مشورې ورکوي خو دلته به موږ يوازي پر هغو طريقو بحث وکړو چي تر نورو ټولو طريقو ډيره فايده لري
لومړۍ موثره او اسانه طريقه
يوازي د پياز اوبه
د پيازو اوبه وباسى او وروسته پاکه پنبه راواخلى او د پياز په اوبو کښې يې ډوبه کړى، ښه يې لنده کړى تر لنديدو وروسته يې پر خپل سر کښيږدى بايد باوري شى چي اوبه له پنبې نه د سر پوستکي ته ورسيدې- په دې ترتيب خپل د سر ټول پوست د پيازو په اوبو لوند کړى
«که پنبه نه وي خپلي ګوتي لندوى او پر سر يې ږدۍ»
کله چي د سر ټول پوستکى لوند شو نو سر ته مو د دوو دقيقو لپاره مساج ورکړى يعني ټول سر کرار کرار ومښى تر مښلو وروسته مو ويښتان همداسي د پيازو په اوبو لانده تر 15 دقيقو نه تر يوه ساعت پوري پريږدى
وروسته يې په يوه درميانه شامپو ومينځى چي ډيره تونده نوي . دا عمل په اونى کي يو ځل تکرار کړى
بله طريقه
څلور دانې پيار راواخلى او مايده يې کړى .
يو ليتر اوبه راوخلى پياز ورواچوى
په اور يې کښيږدى تر څو اوبه جوش شي
له اوره يې راښکته کړى او هوا ته يې کښيږدى تر څو اوبه سړې شي
اوبه ځيني را چڼ کړۍ او د پياز پټوکي پريږدۍ او وارلمخه په شامپو مينځل شوي دسر په ويښتانو کښي يې ووبهوى
له دې وروسته ويښته څلورويشت ساعته مه مينځى
پورته ذکر شوي طريقه په اونى کښي درې ځله تکرار کړى
Potato and Onion Juice
د الو (پټاټو) او پياز اوبه
دوه کاچوغي د پټاټو اوبه او يوه کاچوغه د پياز اوبه راواخلۍ او ښې يې سره ګډي کړى
په دغو ګډو شوو اوبو خپل وېښتان ښه لانده کړۍ او د لسو (10) دقيقو لپاره مو وېښتانو ته مساج ورکړى
(يعني ټول سر ښه وموښۍ)
بايد ډاډه شى چي د سر پوست مو هم لوند شو
له دې وروسته يې په يوه درميانه شامپو ومينځى
دغه عمل په اونى کې يو ځل تکرار کړۍ
ولي فايده کوي
پټاټه په وټامن ث او وټامن ب کي غني ده د مختلفو منرالونو تر څنګ زنک ، فولاد او نور مفيد اجزا د پټاټو په اوبو کښې موجود وي ، دا ټول نه يوازي ستاسو د وېښتانو بېخونو ته تازګي ورکوي بلکه د وېښتانو په بيا راشنه کېدو کښې چټکتيا هم رامنځته کوي
څو نور مهم ټکي
د شامپو استعمال په اونى کښي بايد تر يو ځل زيات ونکړى ځکه شامپو پخپله د ويښتانو د تويېدو لامل کيږي
وېښتان مو پاک ساتۍ، بايد هره ورځ مو وېښتان په تودو اوبو ومينځۍ
ښه خوب د ويښتانو د تويېدو د مخنيوي لپاره ډير اړين دى
بې ځايه سوچونه فکرونه مه وهى د خپل ذهن بې ځايه استعمال نه يواځي ستاسو ويښته ته تاوان رسوي بلکه د ټول بدن په زيان مو تماميږي
پورته ذکر شوي طريقه نارينه او زنانوو دواړو ته يو رقم کټوره ده
ګرانو دوستانو د دغه طريقې له ازمويني وروسته له موږ سره په کمينټ کښې خپله تجربه ارو مرو شريکه کړى تر څو نور دوستان هم اويني چي دا طريقه څومره ګټوره ده

ايا تاسو د فضا او ساينس مينوال ياست

der kha malomaat d
ReplyDelete