زهره د دوزخ يو منظر
د لمريز نظام دويمه نړۍ زهره Venus
زهره سيارهImage credit NASA
انسان د پيړيو راهيسې دا ګمان کاوه چې په زهره کښې به ژوند کول ممکن وي او د انسانانو پشان مخلوق به هلته اوسيږي
د ځمکې ګاونډۍ سياره زهره چې د ځمکې د غبرګوني خور خطاب هم لري د ځمکې نه 261 ميلونه کيلومتره لري ده
که څه هم زهرې ته د ځمکې د غبرګونې خور لقب د زهره د جسامت او د ځمکي په رقم خاوريني سطحي په لرلو سره ورکړل شوې خو د زهره شکل د ځمکې سره سمون نه خوري، ځکه که يٶ طرف ته ځمکه د جنت غوندي ښايسته او له ژوند نه ډکه ده نو بل طرف دا زهره چي زموږ په اسمان کښې تر ټولو رڼه او ښايسته معلوميږي په حقيقت کې د دوزخ منظر وړاندې کوي
په زهره کښې تودخه

°462c
سلسيس درجې ته رسيږي د زهرې پر سطحه يوه پيزا
[Pizza]
يوازي په 7 ثانيو کښې پخپله پخيږي ، په دومره حرارت کې خو انسان يوه ثانيه هم ژوندى نه شي پاتى کيدى خو د حرارت لوړه درجه يواځنى مشکل ندۍ
په زهره کښې د تيزابو بارانونه وريږي
د زهره په سطحه کې سلفيورک ايسډ
په زهره کښې د تيزابو بارانونه وريږي
د زهره په سطحه کې سلفيورک ايسډ
(Sulfuric Acid)
بهيږي د تېزابو بارانونه د سلفيورک ايسډ په شکل کې کيږي، دا خو صرف باران و په زهره کښې واوره هم کيږي ، خو دا واوره زموږ په دنيا کښې ورېدونکي واوري سره متفاوته ده ځکه په زهره کښې اوسپنه د واوري په شکل کښې وريږي
خو که په داسي واوره او دې تيزابو کښې هم موږ په يوه نه يوه شکل کښې ژوندي پاتي شوو نو بيا هم زموږ مشکل ندى حل شوۍ
د زهره د اتموسفير 96.5 سلنه برخه له کاربن داکسايد
(Carbon Dioxide)
څخه جوړه ده، يعني هلته اکسېجن هم نشته او په اتموسفير کښي د کاربن دومره زيات مقدار به انسان په ثانيو کښې نه خو په څو دقيقو کښې ضرور اووژني، د اتموسفير پاتې 3.5سلنه برخه يې نايټروجن جوړوي
د زهرې سطحه هم د ځمکي په رقم خاورينه، ډبرينه ده
او اور غورځونکۍ [آتش فشاني] عمل هم پکښې جاري وي، په اتموسفېر کښې يې د سلفر د مقدار نه معلوميږي چې نږدې وخت کې پکښې غټ اور غورځونکى غر انفجار شوى دى
خو د زهره په سطحه باندي د دې سيارې د اتموسفير د پشار نه چي خبر شۍ نو هک حيران به شۍ
د زهره اتموسفير دومره غليظ/ټينګ دى چي په سطح يې پشار زموږ د ځمکي نه 92 چنده ډېر دۍ . دا دومره زيات پشار دى چي که تاسو د انسان په لاس جوړ کړل شوي تر ټولو کلک/سخت موټر کښې هلته ولاړ شۍ نو په څو ثانيو کښې به مو دغه کلک موټر ټوټه ټوه شي او يا به د سخت پشار له امله په ځمکه ننوځي
«بې له شکه چي تاسو به هم ورسره ننوځۍ»
څو نور حقايق
د زهره قطر د ځمکې د قطر نه 650کيلومتره کم دى
د زهره يٶ کال 224 ورځې وي، او يوه ورځ يې زموږ د ځمکې 243 ورځو سره برابريږي
زهره خپله سپوږمۍ نه لري، او لمر پکښې د مغرب/لوېديځ نه راخيژي او په مشرق/ختيځ ښکته کېږي،
يعني هلته هر څه سر چپه دي

د زهرې د سطحي يوازنۍ رنګين عکس چي تر اوسه انسان ليدلۍ
د ونيره 13 له لوري اخستل شوى د زهري دسطحي عکس

Comments
Post a Comment