د روس ونيره ستوربيړيو په زهره کښې څه وليدل

 زهره ته ليږل شوي ځمکني ميلمانه

The Venera missions to Venus

د ونيره 9 لخوا اخستل شوۍ د زهرې د سطحي انځور

Photo credit NASA
زهره سياره

انسان د پيړيو راهيسې دا ګمان کاوه چې په زهره کې به ژوند کول ممکن وي او د انسانانو پشان مخلوق به هم پکښې اوسيږي، ليکن په 1970کې روسيه زمونږ دا خوش فهمي لري کړه هغوى په 1970 کې د وينيره
(Venera7)
 په نامه يوه ستور بېړۍ د زهره په سطحه ښکته کړه،

ونيرا پروګرام 23 کاله اوږد و چي له 1961 نه تر 1984 مېلادي کال پوري يې دوام اوکړ

Venera 7:

ونېره اوه لومړنۍ جهاز وو چې په دې سياره کې يې قدم کيښود ليکن دې جهاز يوازي درويشت دقيقې د زهره ګرمي او اتموسفيرک پشار برداشت کړ، په دې 23 دقيقو کښې وينيره د مرګ نه مخکې صرف ددې سيارې د سطحي د تودوخي درجه مونږ ته راوليږله ونيره اوه نه تمه کيده چي په يوه ساعت يعني شپېته دقيقو کښې د زهره په ځمکه ناسته وکړي، خو دا برعکس يوازي په 35 دقيقو کښي د زهره سطحي ته ورسېده ، د دې لامل شايد په زهره کښي چلېدونکي طوفاني بادونه و چي د ونيره ستوربېړۍ پراشوټ يې خراپ کړ

Venera 1, Venera 2, Venera 3:


له ونېره اوه مخکي شوروي اتحاديې زهره ته ونېره يو، ونېره دوه په 1961 کښې وتوغول چي دواړه له ناکامۍ سره مخ شول، د ځمکي له اتموسفيره د وتني وروسته له دواړه ستوربېړيو سره اړيکه پرې شوه ، بيا ونېره درې د ونېره پروګرام لومړۍ کامياب ماموريت و ، ونېره درې په بله نړۍ کښې ښکته کېدونکى لومړنۍ انساني مېلمه و. خو ونېره درې 
«Venera 3»
 په اصل کې د زهره په سطحه ناسته نده کړي بلکه دا په زهره کښې ولوېده او تباه شو

Venera 4, Venera 5, Venera 6:

بيا د هغې نه وروسته روسيه نوري ستور بېړۍ زهره ته وليږلې، ونېره څلور او ونېره پنځه په 1967 او 1969مېلادي کال کښي زهرې ته ولېږل شوې خو دواړه د زهره سطحي ته له رسېدو مخکي د زهره سختو شرايطو خراپي کړې ونېره شپږ بيا د زهره د اتموسفير څيړلو لپاره واستولې شوه چي د زهرې په اتموسفير کښې يې 51 دقيقې کار وکړ او په هرو 45 ثانيو کښې يې ډېټا را لېږله،  وروسته بيا له ونيره شپږ سره اړيکه پرې شوه

Venera 8:

د ونيره اوه په اړه تاسو ولوستل نو د ونېره اته کاميابي هم تقريباً هم دومره وه . دا پروب د زهره پر سطحه په کاميابۍ سره ښکته شو ، خو له يوه ساعت نه هم کم کار کولو وروسته د زهره قاتل چاپريال هغه خاموش کړ او د زهره د سطحي عکس په رالېږلو کښې ناکام شو

Venera 9:

ونيره9 لومړنۍ ماموريت و چي په لړ کښې يې د کومي بلي دنيا انځور انسان وليد، ونيره 9 په 1975مېلادي کال کښې زهره ته واستولې شو او لومړنۍ کامياب پروب و چي د زهره د سطحي يوازي يو عکس يې ځمکي ته راولېږه دې روبوټ هم له 53 دقيقو نه زيات د زهرې ويلي کونکي ګرمي برداشت نه کړاۍ شوه او يوازي له يوه عکس رالېږلو وروسته له کاره ولويده

Venera 10:

له ونيره 9 نه يوازي درې ورځي وروسته ونيره لس زهره ته ورسېد، په ونيره لس ماموريت کښې يوه سپوږمکۍ او يو سطحي ته ښکته کېدونکۍ لېنډر 
«Lander» 
و، د ونيره لس لينډر له ونيره نهه نه يوازي 150 کلومتره لري ناسته وکړه، او په يوه ساعت او څو دقيقو کښې د څو عکسو او ساينسي ډاټا رالېږلو وروسته يې کار پرېښود

Venera 11 and 12:

بيا په 1978 مېلادي کال کښې د درو ورځو په فرق ونيره 11 او ونيره 12 بريالۍ توغوني ترسره شوې دواړو ستوربېړيو په زهره کښې بريالۍ ناسته هم وکړه او تر يو ساعت پوري يې مهمه ساينسي ډاټا هم راواستوله ، خو په دوۍ کښې نصب لومړنۍ رنګيني کامرو چي ساينسپوهان ډېر ورته خشاله و کار ونکړ، يوه روبوټ هم د زهرې عکس راونه لېږلو ، ځکه د دواړو روبوټونه د کامرو پوښونه خلاسولو کي ناکام شول

Vanera 13 and 14:

په 1982مېلادي کال کښې اخرني ونيره ستور بېړۍ زهره ته واستولۍ شوې چي له دوه ساعتو نه يې زيات کار وکړ او د زهرې سيارې په اړه يې مهم ساينسي کشفونو تر څنګ د زهره په زړه پوري انځورونه راواستول خو دوه ساعته وروسته
د زهرې تباه کُن اتموسپېرک پشار دوۍ ټوټه ټوټه کړې

زهره ته امريکا متحده ايالاتو هم ماموريتونه تر سره کړي خو دا ماموريتونه يوازي فلاى باى
 «Flyby missions»
 يعني د زهره څنګته تېرېدنه او يااوربيتر مشنز
 «Orbitor missions» 
يعني د زهره شاوخوا مدار ته زان داخلول او د مدار نه د زهره ده اتموسفير مطالعه يې مقصد وه ، له روس پرته بل هيڅ هيواد هم تر اوسه پوري د زهره پر ځمکه کوم روباټ يا فضائي جهاز نده ښکته کړۍ

زهره ته په راتلونکي کښې پلان شوي ماموريتونه

تر اوسه پوري درې هيوادونه زهره ته د نوو ماموريتونو تيارۍ نيسي ، چي پکښې هند، روس او د امريکا متحده ايالات شامل دي، هند به زهره ته په 2023 مېلادي کال کښې يوه سپوږمکۍ استوي چي د زهره ژور اتموسفير لا ښه وڅېړي ، خو د روس او متحده ايالاتو ماموريتونه بيا ځانګړي دي

Venera D
ونېره ډ

دا ځل روس په پرمختللي ټکنالوژي سنبال يو نوۍ روبووټ زهره ته لېږي ، د ونيره ډ ماموريت په لړ کښې به يو نوۍ روبوټ د زهره سطحي ته د تېرو ماموريتونو نه پنځوس کاله وروسته يو ځل بيا ور ښکته شي، تمه کيږي چي دا روبوټ به د ډېر وخت لپاره کار وکړي روس اعلان کړۍ چي ونيره ډ به په 2026 يا 2031 کښې زهره ته وليږي

زهره ته د ناسا ماموريت

ناسا هم د زهره لپاره يو داسي روبوټ تياروي چي د زهره سخت شرايط وزغملائ شي ناسا د نړۍ له ټولو انجينرانو نه د دې روبوټک موټر په ډيزاين کښې مرسته غوښتي چي تر 15 زره امريکائي ډالرو پوري جايزه هم لري ، ناسا پلان لري چي د اوږدې مودې لپاره د  زهره سطحه وڅېړي ، خو لا تر اوسه پوري يې د ماموريت لپار کره نيټه نده اعلان کړي
زهره ته پلان شوۍ د ناسا راتلونکۍ روباټ
Photo credit NASA JPL


ونېره 1

ونيره 2


ونيره 3
ونيره 7



ونيره 12

Comments

Popular posts from this blog

تشيال ته د هند راتلونکې ماموريتونه