آيا د بيروت چاودنه تر يوې اټومي چاودني لويه وه
د بيروت چاودني معلومات شيبه په شيبه
لبنان د خپل تاريخ د بدتريني پيښې څيړنه شروع کړه
امونيم نايټريټ, هغه وجه وه چي چاودنه يې رامنځته کړه لومړنى څيړني ښيې چي دغه مواد د تيرو 7 کلونه راهيسې دلته پراته و
د چاودني لاملونه ډير ول
دا قصه د 2013 م کال نه شروع کيږې
کله چي موزامبيک هيواد ته پر لار يوه بيړى د تخنيکې مسائلو له امله د لبنان په بيروت بندر کښې نا پلان شوې اسټاپ وکړ
بيږى د لبنان د بيروت بندر چارواکو په خپله ولکه کښي واخسته
کله چي دوى ته معلومه شوه چې په بېړى کښي په حيرانونکې مقدار دوه زره اوه سوه پنځوس ټنه امونيم نايټريټ دې
نو بيړى يې خالې کړه او مواد يې د بندر په يوه ګودام کښې ځاى پر ځاى کړل
امونيم نايټريټ چي کله د پټروليم مصنوعات سره ګډ ښې نو خطرناک باروت ترې جوړ شې
د پېښي له ځايه ويډيوګاني شيې چي له چاودنې مخکي په بندر کښې اور لږيدلى دى
د اور لګيدنې په د لامل پيدا کولو لپاره ځيړنې دوام لرې
جګړې پر وخت د جاپان په هيروشيما ښار راغورځول شوې و پنځمه حصه قوت و .. چي تقريباً 3 کلو ټنه
TNT
کيږي
يعني د بيروت چاودنه د هيروشما د چاودني نه پنځه چنده کمزورى وه
دې چاودني ځمکه د ريکتر سکيل په کچه 4.5 زلزې هومره لړزلولي وه
تازه جزيات
يعني د بيروت چاودنه د هيروشما د چاودني نه پنځه چنده کمزورى وه
دې چاودني ځمکه د ريکتر سکيل په کچه 4.5 زلزې هومره لړزلولي وه
تازه جزيات
دغي چاودني تر درې لکه زيات خلک بې کوره کړي او د تاوان کچه تر 15 بيليونه امريکائي ډالرو پوري پورته شوى
استراليا هيواد 1.4 ميلونه ډالر مرسته لبنان ته استولى
د مړو شمير 137 کسو ته پورته شوي
لږ تر لږه پنځه زره کسه زخميان دى
عراق هواد د تيلو کمک وکړ
المان ژغورنکى ټيمونه او د مختلفو موادو مرسته کړي
نړيوال بانک د مرستي ژمنه کړي ده
داسرايل موقف
د اسرايل حکومت وايي چي د بيروت چاودنه د بې احتياطي له
امله رامينځته شوي . کيدې شي چي دا يوه حادثه وي
ددغي چاودني وروسته ډيرى خلکو په ټولنيزو رسنيو اسرايل تورن کړى دى
د اسرايل حکومت وايي چي د بيروت چاودنه د بې احتياطي له
امله رامينځته شوي . کيدې شي چي دا يوه حادثه وي
ددغي چاودني وروسته ډيرى خلکو په ټولنيزو رسنيو اسرايل تورن کړى دى
نن د لبنان پوځ د بيروت د بندر ټول لوړپوړى دولتى معمورين نظر بند کړى دي
لبنان ملي وير
لبنان: چارواکي وايي، په پلازمېنه بیروت کې یوې سترې چاودنې دغه ښار لړزولی چې له امله یې په پراخه کچه ورانی، ویجاړی شوی او ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د لبنان روغتیا وزیر وايي، تر اوسه لږ تر لږه سل کسانو وژل کېدل تایید شوي دي. د چارواکو په خبره دغه پېښه کې تر 4 زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي.
خو ګڼ شمېر کسان لادرکه هم دي او د چاودنې وېجاړي ته په کتو داسې وېره شته چې مرګژوبله به ډيره لوړه وي.
له لبنان نه رپوټونه وایي چې په روغتونونو کې د ژوبلو شوى د درملنې لپاره نور ګنجایش نشته او ګڼو روغتونونو د نورو ټپبیانو له قبلولو انکار کړی دی.
د لبنان د يوه وزیر او د عامه امنیت مشر ویلي، داسې ښکاري چې دا چاودنه د هغو وسلو په ګودام/ډیپو کښې شوې چې څو کاله وړاندې نیول شوى وې، خو دواړو چارواکو ویلي چې تر اوسه د پېښې کره لامل نه دی مالوم او پلټنې لا ادامه دي.لري
ولسمشر ویلي، دا د منلو نه ده چې په یوه ګودام کې دي څه باندې دوه نیم زره ټنه (امونیم نایټرېټ) په ناخوندي توګه ساتل کېدل.
د چاودنې له ځایه تر ډېره لېرې پورې ودانۍ نړېدلې دي، ونې ولوېدلې دي او په سړکونو د سوځېدلو موټرانو کتارونه لدل کېږي.
په هغه ویډیوګانو کې چې پر خواله رسنیو خپرې شوی، په هوا کې لوګي او ترې لاندې ویجاړې شوې ودانۍښکارې. رپوټونو کې ویل کېږي، د ښار روغتونونه له ټپیانو ډک دي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوی، د ورانو ودانیو له خاورو، خځلو اوس هم کسان لاند يدي.
د رسنیو په رپوټونو کې ځینې کسان لیدل کېږي، چې تر ړنګو دېوالونو او بامونه لاندې دي. عیني شاهدان وايي، چاودنه دومره زوروره وه، چې غوږونه یې کڼول. په ویډیويي رپوټونو کې پړمخې اوښتي مورانټ او نړېدلې ودانۍ لیدل کېږي.
لومړي وزیر حسن دیاب چارشنبه د ملي ویر ورځ اعلان کړې ده او ولسمشر سه شنبه ماسخوتن د امنیتي چارواکو بېړنۍ غونډه رابللې ده.
لبنان کې روان سیاسي او اقتصادي بحران:
دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې په لبنان کې له اقتصادي مخ پر ځوړ حالت سره د پخواني تاوتریخوالي یاد تازه کېږي.
په ۲۰۰۵ کال کې د پخواني لومړي وزیر رفیق الحریري وژنې محاکمې پرېکړه هم نژدې راتلونکې کې کېدونکې ده، او د دغې حساسې قضیې له کبله هم لبنان کې تاو تریخوالی ډېر شوی دی.
تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو یوه محکمه به د موټر بم هغې وژنې په تړاو د څلورو مشکوکو کسانو په هکله خپله پرېکړه د جمعې پر ورځ اعلان کړي.
له لبنانه په وروستیو رپوټونو کې د هغه اقتصادي کړکېچ له کبله په لارو کوڅو کې د احتجاجونو خبره کېده، چې د کورنۍ جګړې (۱۹۷۵ - ۱۹۹۰) له پای ته رسېدو وروسته یې ساری نه لېدل کېږي.
د لبنان او اسراییل تر منځ د پولې له سیمې هم د تاوتریخوالي رپوټونه ورکړل شوي دي. اسراییلي چارواکي وايي، د دوی خاورې ته د حزب الله نفوذ کولو یوې هڅې مخنیوی یې کړی دی.
د تلپاتو شمير له نوو رپورټونو سره تغير کوي
لومړى رپورټ
بیروت ، لبنان - د دغه هیواد د روغتیا وزیر په وینا ، د لبنان
پلازمینه بیروت کې د یوې زورورې چاودنې له امله په زرګونو کسان ټپیان دي
د چاودني اصلي لامل لا تر اوسه ندى څرګند. چاودنه ډيره ستره وه نو د ډيرو ځاني تلفاتو انديښنه موجوده ده
د بيروت يوه اوسيدونکي وايي: ما پخپل ژوند کي داسي څه نوو ليدلي . زه دې ته حيرانه يم چي زه ژوندى څنګه پاتي شوم "


Comments
Post a Comment