Posts

Showing posts with the label Health

د ويښتانو ارزانه او موثر علاج

Image
د ويښتانو د تويېدو مخنيوى څنګه وکړو د ويښتانو د تويېدو په اړه د ساينس دنيا د ډاکتر عبدالرزاق په دغه ليکنه کښې به ستاسو ټولې پوښتني ځواب شې' لومړى د هغه مهم او اسانه علاج ذکر کوو چي د ډيرى کسانو لپاره ګټور تماميدلې شي خو دوى ترې ناخبره دي بې له شکه چي د ويښتانو د تويېدو لاملونه ډير دي او د هر عامل نه چي دغه مشکل پيښ شوى وي د هغه پيدا کول او بيا يې علاج کول د علاج صحيح او ښه طريقه ده- خو له بده مرغه چي زموږ په پښتون وطنو کښي دا کار ناممکن ته نيږدې دى خو موږ به بيا هم په ليکنه کښې مخته پر ټولو عواملو او د هغو په ممکنه علاج باندي غږيږو خو لومړى هغه طريقه درته ښيو چي تقريباً په هر ډول عامل کي د ويښتانو د تويېدو مخه نيولى شې اکثره ډاکتران خپل مريض ته د دې علاج ذکر نه کوې نن يې موږ تاسو ته درښيو چي څه ډول په اسانه ارزانه او موثره طريقه د خپلو ويښتانو د تويېدو مخه ونيسو اسانه ارزانه او موثر علاج د پياز اوبه (Onion juice) د پياز اوبه ويښتانو ته وده ورکوي او د تويېدو مخه يې نيسي د ويښتانو د تويېدو په مخنيوي کښي يې رول په ټولنيزو رسنيو کي ډير ستايل شوى تر استعمال مخکي او وروس...