د بيروت د لسو اور وژونکو قصه

 د بيروت د لسو اور وژونکو قصه دوى نوو خبر 

»چي خپل مرګ ته وروان دې«


دوى ته امر شوی چې د بیروت په بندر کې اور ته رسيدګې وکړي.

یو پارامیډیک مړ شوی تایید شوی او نهه اور وژونکي ورک دي ، ګمان کیږي چې په چاودنه کې وژل شوی

بیروت ، لبنان - د سه شنبې په ماښام د چاودنې نه شاوخوا پنځه دقیقې مخکې (د ماښام په 5:55 بجو) ، د بیروت د اور وژنې لوا د پولیسو تلیفون ترلاسه کړ ، چې دوی ته یې وویل چې خلکو ورته راپور ورکړى چې د ښار له بندر څخه لوګي پورته کيږې.

لومړي لیفټنینټ "ریمونډ فراه" هغه کس و چې زنګ یې ترلاسه کړ. هغه وویل "ما دوی ته وویل چې مخکې لدې چې پوه شم چې دا کوم ډول اور دی ، زه خپل د اور وژنې لارى (ټرکونه) نه لیږم. غواړم پوه شم چې هلته څه روان دې."

"د دولتي امنیت یو افسر زنګ وواهه او ویې ویل چې دا یوازې په تاسو پسې تړاو لرې. بايد سمدستې د اور ځاى ته رسيدګې وکړى."

سمدلاسه ، د لس کسيزې ډلي غړې -چې نهه نارینه اور وژونکي او يوه ښځینه پیرامیډیک وه د اور وژنې لارۍ (ټرک) او امبولانس ته وختل او د بندر په لور وخوځېدل ، د ښار د کارنټینا ګاونډ څخه د دوی له ځای څخه یو څه فاصله وه.

دوی د بندر په دروازو کې د اردو سرتيرو لخوا درول شوي و چې د بندر په دروازه کښې په وظيفه و.

فراه له دوی سره په اړیکه کې و. "دوی هلته د رسيدو وروسته غږ وکړ او وېویل: دلته یو څه غلط روان دې يو لیونی او لوی اور دی ورسره د وړوکو جاودنو غږونه هم دې."

ډلې د ملاتړ غوښتنه وکړه. فراه په ټولو ټيمونو غږ وکړ چې ژر تر ژره د اور ځاى ته ولاړ شې د ده د امر سره سم په لوا کې موجود ټيمونه په حرکت کې راغلل - کټونه يې پورته کول ، او د اور وژنې لاريو (ټرکونو) ته ختل. فراه ولیدل چې یو ډرایور د اور وژنې لارى ته ووخوت او دروازه یې تيزه بنده کړه - په همدومره وخت کې چاودنه وشوه.

فراه وویل: "لومړی هوا موږ وویشتلو ، بیا ډیره سخته ګرمې جوړه شوه. د قوماندانى په مرکز کې يوه تيږه هم روغه پاتې نشوه." دا چاودنه ،د بندر په يوه هنګر کې ذخیره شوي شاوخوا دوه نېم زره ټنه امونیم نایټریټ کړي وه ، د دوی د قوماندې له مرکز سره سره د بيروت ښار نيمه برخه په شيبو کې ويجاړه شوه. تر دې دمه لږ تر لږه 154 کسان مړه دي ، په داسې حال کې چې تر پنځه زره نه ډیر ټپیان دي.

د بیروت د اور وژونکو د لوا قوماندان برید جنرال نجیب خان کارلي په وینا د لوا د ودانیى پورته پوړونه په بشپړه توګه ویجاړ شول. هغه الجزیرې ته وویل: "په یو ډول ، په د اور وژوني لوا په مرکز کې کارمندان هغه امر وژغورل. که دوی په خپلو دفترونو کې وای ، نو د دوی د روغ پاتي کېدو چانس ډير کم و."

ټپيانو سره له مرستې وروسته ، فراه په سړک کې وګرځېد ، یو موټرسایکل یې پيدا کړ او بندر ته يې ځان ورساو. "کله چې زه هینګر ته ورسېدم ، د اور وژنې لارۍ(ټرک) نه و، امبولانسونه نه وو. داسې بریښيده چې دوی ټول ويلې شوې او توش شوي و." "د دوی د جسم ترټولو لویه برخه چې موږ وموندله د لاس په اندازه د بدن اندام و"

سحر فرز ، پارامیډیک مړ و او د پنجشنبې په ورځ په احساساتي جنازه کې ښخ شو. ورک شوي اور وژونکي - نجیب او چاربیل هټي ، رالف مالهي ، چاربل کرم ، جو نوم ، رامي کاکي ، جو بو صاب ، الیا خازمي ، او متل هوا - مړه اعلان شول.

فراه ، خنکرلي ، او د بیروت د پولیسو مشر ، محمد ایوبي ، ټولو وویل چې دوی نه و خبر چې د چاودیدونکو امونیم نایټریټ یوه زیاته اندازه په بندر کې ساتل شوې وه.

"که چیرې موږ پوهیدلی وای چې په دې بندر کې په دومره زيات مقدار چاودیدونکې مواد موجود دي، نو موږ به په بشپړ ډول بل ډول عمل کړی وای. موږ به د سیمې د خالې کولو غوښتنه کړې وای او خامخا به موږ دغه ځوانان او میرمن دغه ځاى ته نه واى استولې ،" خانکرلي وويل.

د غفلت په اړه پوښتنې

د مختلف چارواکو او ادارو ترمینځ اړیکو ښودلې چې د بیروت د بندر لوړپوړې چارواکي ، د لبنان د ګمرک مسُولين ، اردو او قضایه قوه د بیروت په بندر کې د امونیم نایټریټ له شتون څخه په 2013م کال کې لا خبر وه

د فواید عامې وزارت وزیران ، په ځانګړي توګه د بندر څخه د نظارت مسؤل ، هم خبر درلود. د فواید عامې وزیر مشیل نجر الجزیرې ته وویل چې دې وزارت لږ تر لږه 18 مکتوبونه قضایه ادارو ته استولی چې غوښتل یې چې د دغه موادو غم وخوري.

د ایالتي امنیت ، استخباراتي ادارې ، په 2019 کې د دې موضوع په اړه پلټنې پیل کړې وې، خپلې موندنې یې د لومړي وزیر دفتر ، د اردو استخباراتو او ګمرکونو ته راجع کړې وې.

مګر په بندر کې د اردو او د امنیت کارمندان په دې کې ناکامه شول چې اور وژونکو ته خبرداری ورکړې چې د چاودنې څخه څو دقیقې مخکې هلته ورغلې و. په چاودنه کې د دولتي امنیت ، اردو او امنیت کارمندانو يو شمیر غړي هم وژل شوي ، چې دا په ګوته کوي چې هلته په وضيفو کسان د دې قضيې د حساسيت په اړه نه پوهیدل.

فراه وویل: "زه ډاډه یم چې که زموږ پرسونل د قضيې په حساسيت پوهیدلی وای ، نو دوی به تښتیدلی وای او دوی به نه مړه کیده ،" فراه وویل. "دا هغه د لويو چوکويو مالکان دې چې معلومات يې درلودل."

د لومړي وزیر حسن دیب په مشرۍ د لبنان د تحقیقاتو کمیټه د دې موضوع څارنه کوي ، چې اردو او د ملي امنیت دواړو کسان هم پکې شامل دي.

د بشري حقونو د څار سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو سازمانونو په لبنان کې په چارواکو د باور نشتوالۍ په ګوته کړى ،

خانکارلي وویل: "هیله لرو موږ هغه کسان ومومو چې لا هم ورک دي ، او قربانیان عدالت ترلاسه کړي."

ژباړه او ليکنه: ډاکټر عبدالرزاق

خبرتيا: دغه معلومات د مختلفو باوري ويبپاڼو نه راغونډ شوې دي

د بيروت له پېښي بايد موږ څه زده کړو .تر څو په راتلونکې کې له دغسي بد مرغيو نه د خپل ځان ساتنه وکولى شو

Comments

Popular posts from this blog

د روس ونيره ستوربيړيو په زهره کښې څه وليدل

تشيال ته د هند راتلونکې ماموريتونه