Posts

زهره د دوزخ يو منظر

Image
 د  لمريز نظام دويمه نړۍ زهره Venus زهره سياره Image credit NASA انسان د پيړيو راهيسې دا ګمان کاوه چې په زهره کښې به ژوند کول ممکن وي او د انسانانو پشان مخلوق به هلته اوسيږي د ځمکې ګاونډۍ سياره زهره چې د ځمکې د غبرګوني خور خطاب هم لري د ځمکې نه 261 ميلونه کيلومتره لري ده که څه هم زهرې ته د ځمکې د غبرګونې خور لقب د زهره د جسامت او د ځمکي په رقم خاوريني سطحي په لرلو سره ورکړل شوې خو د زهره شکل د ځمکې سره سمون نه خوري، ځکه که يٶ طرف ته ځمکه د جنت غوندي ښايسته او له ژوند نه ډکه ده نو بل طرف دا زهره چي زموږ په اسمان کښې تر ټولو رڼه او ښايسته معلوميږي په حقيقت کې د دوزخ منظر وړاندې کوي په زهره کښې تودخه  °462c  سلسيس درجې ته رسيږي د زهرې پر سطحه يوه پيزا  [Pizza]  يوازي په 7 ثانيو کښې پخپله پخيږي ، په دومره حرارت کې خو انسان يوه ثانيه هم ژوندى نه شي پاتى کيدى خو د حرارت لوړه درجه يواځنى مشکل ندۍ په زهره کښې د تيزابو بارانونه وريږي د زهره په سطحه کې سلفيورک ايسډ  (Sulfuric Acid)  بهيږي د تېزابو بارانونه د سلفيورک ايسډ په شکل کې کيږي، دا خو ص...

د روس ونيره ستوربيړيو په زهره کښې څه وليدل

Image
 زهره ته ليږل شوي ځمکني ميلمانه The Venera missions to Venus د ونيره 9 لخوا اخستل شوۍ د زهرې د سطحي انځور Photo credit NASA زهره سياره انسان د پيړيو راهيسې دا ګمان کاوه چې په زهره کې به ژوند کول ممکن وي او د انسانانو پشان مخلوق به هم پکښې اوسيږي، ليکن په 1970کې روسيه زمونږ دا خوش فهمي لري کړه هغوى په 1970 کې د وينيره (Venera7)  په نامه يوه ستور بېړۍ د زهره په سطحه ښکته کړه، ونيرا پروګرام 23 کاله اوږد و چي له 1961 نه تر 1984 مېلادي کال پوري يې دوام اوکړ Venera 7: ونېره اوه لومړنۍ جهاز وو چې په دې سياره کې يې قدم کيښود ليکن دې جهاز يوازي درويشت دقيقې د زهره ګرمي او اتموسفيرک پشار برداشت کړ، په دې 23 دقيقو کښې وينيره د مرګ نه مخکې صرف ددې سيارې د سطحي د تودوخي درجه مونږ ته راوليږله ونيره اوه نه تمه کيده چي په يوه ساعت يعني شپېته دقيقو کښې د زهره په ځمکه ناسته وکړي، خو دا برعکس يوازي په 35 دقيقو کښي د زهره سطحي ته ورسېده ، د دې لامل شايد په زهره کښي چلېدونکي طوفاني بادونه و چي د ونيره ستوربېړۍ پراشوټ يې خراپ کړ Venera 1, Venera 2, Venera 3: له ونېره اوه مخکي شوروي ات...

بېروت ښار کي چاودني وروسته منظر دغه ويډيو اکثرو نده ليدلي

د لبنان په بېروت ښار کښي له چاودني ورورسته ښار د جنګ د يوه ميدان په رقم منظر وړاندي کوې ايا د بېروت چاودنه تر يوې اټومي چاودني لويه وه په پېسبک کي له موږ سره ملګري شى دبېروت د لسو اور وژونکو قصه دوى نوو خبر چې خپل مرګ ته ور روران دي

د نړى تر ټولو ستر راکټ The SLS

Image
Image credite NASA يو راکټ څه شى دى راکت يوه اله يا وسيله/زريعه ده چي موږ يې له ځمکي نه تشيال «خلا» ته د کارګو يا انسانو د رسوله لپاره استعمالوو د امريکا متحده ايالاتو د فضا اداره ناسا د نړى تر ټولو لوى طاقتور راکت جوړوي چې سپيس لانچ  سستم [Space launch system] نوم يې ورکړى , سپيس لانچ به په لومړې ځل په راروان 2021 ميلادې کال کښې سپوږمى ته پرواز وکړې , سپوږمى ته راتلونکي ماموريتونه ته  «ارتمس» نوم ورکړل شوې دى او سپيس لانچ سستم به د لومړې ځل لپاره د ارتمس برنامې په لومړې ماموريت کښې د سپوږمى پر لور وتوغول شې د نوموړې راکت په بشپړيدو سره به انسان يو وار بيا د دې جوګه شې چي سپوږمى يا د سپوږمى نه هم ها خوا مريخ او يا زموږ په  شمسې نظام کښې تر دې لا هم ليرې سفرونه وکړې , نو سپس لانچ سېسټم څنګه کار کوې. راځى چي په دې اړه مو پوه کړو  د سپيس لانچ سستم راکت څلور انجني «ماشينونه» دې دغو انجنو ته RS25  انجني ويل کيږې . د توغولو په وخت کښې لومړى انجنې چالانيږې او د سونتوکو په سوځولو سره راکت پورته ټيل وهې نو د دومره لوى راکت پورته کولو لپاره موږ ډير قوت ته اړتيا لرو...

تشيال ته د هند راتلونکې ماموريتونه

Image
  اِسرو ISRO Image credit , ISRO image credit, ISRO Indian Space Research organisation اِسرو د هندوستان د فضايي څیړنې ملې اداره ده ځکه چې چندریان دوه ماموريت 95 سلنه بریالى ګڼل کېږي د بل ورته ماموریت سمدستي تکرار د اِسرو لخوا منسوخ کړل شو. دساينس دنيا په دې ليکنه کښې راتلونکي هغه ټول ماموریتونو دي چې د 2025 مخکې د اِسرو د هند د "فضايې ځېړني ادارې" لخوا پلان شوي دې. ادیتیا ل ېو ماموريت Aditya L1 Mission دا ماموریت ، کوم چې د پخواني ماموریت "ادیتیا ېوه" ماموریت تازه شوی نسخه ده ، دا ماموريت د تېر2020 ميلادې کال په جريان کښې پیل شو. هدف به یې د کرونا  «Corona»  په نوم د لمر بیروني پرت يا د لمر د اتموسفير مطالعه وي. د لمر کورونا يا اتموسفير د حرارت درجه له يو ميلون سليس درجې نه هم زېاته ده چې د لمر د سطحې له تودوخې څخه ډيره لوړه ده کوم چې شاوخوا شپږ زره سلسيس درجې ده. د تودوخې د درجو دا لوی توپیر یو راز دی چې د دې ماموريت  په پايله کښې به يې د ځواب پيدا کولو هڅه کېږي. دا سپوږمکى به د «ل يو»  [L1]  په نامه مدار کې پريښودل شي دغه مدار له ځمکې څخه...

د ويښتانو ارزانه او موثر علاج

Image
د ويښتانو د تويېدو مخنيوى څنګه وکړو د ويښتانو د تويېدو په اړه د ساينس دنيا د ډاکتر عبدالرزاق په دغه ليکنه کښې به ستاسو ټولې پوښتني ځواب شې' لومړى د هغه مهم او اسانه علاج ذکر کوو چي د ډيرى کسانو لپاره ګټور تماميدلې شي خو دوى ترې ناخبره دي بې له شکه چي د ويښتانو د تويېدو لاملونه ډير دي او د هر عامل نه چي دغه مشکل پيښ شوى وي د هغه پيدا کول او بيا يې علاج کول د علاج صحيح او ښه طريقه ده- خو له بده مرغه چي زموږ په پښتون وطنو کښي دا کار ناممکن ته نيږدې دى خو موږ به بيا هم په ليکنه کښې مخته پر ټولو عواملو او د هغو په ممکنه علاج باندي غږيږو خو لومړى هغه طريقه درته ښيو چي تقريباً په هر ډول عامل کي د ويښتانو د تويېدو مخه نيولى شې اکثره ډاکتران خپل مريض ته د دې علاج ذکر نه کوې نن يې موږ تاسو ته درښيو چي څه ډول په اسانه ارزانه او موثره طريقه د خپلو ويښتانو د تويېدو مخه ونيسو اسانه ارزانه او موثر علاج د پياز اوبه (Onion juice) د پياز اوبه ويښتانو ته وده ورکوي او د تويېدو مخه يې نيسي د ويښتانو د تويېدو په مخنيوي کښي يې رول په ټولنيزو رسنيو کي ډير ستايل شوى تر استعمال مخکي او وروس...

د بيروت د لسو اور وژونکو قصه

Image
 د بيروت د لسو اور وژونکو قصه دوى نوو خبر  »چي خپل مرګ ته وروان دې« دوى ته امر شوی چې د بیروت په بندر کې اور ته رسيدګې وکړي. یو پارامیډیک مړ شوی تایید شوی او نهه اور وژونکي ورک دي ، ګمان کیږي چې په چاودنه کې وژل شوی بیروت ، لبنان - د سه شنبې په ماښام د چاودنې نه شاوخوا پنځه دقیقې مخکې (د ماښام په 5:55 بجو) ، د بیروت د اور وژنې لوا د پولیسو تلیفون ترلاسه کړ ، چې دوی ته یې وویل چې خلکو ورته راپور ورکړى چې د ښار له بندر څخه لوګي پورته کيږې. لومړي لیفټنینټ "ریمونډ فراه" هغه کس و چې زنګ یې ترلاسه کړ. هغه وویل "ما دوی ته وویل چې مخکې لدې چې پوه شم چې دا کوم ډول اور دی ، زه خپل د اور وژنې لارى (ټرکونه) نه لیږم. غواړم پوه شم چې هلته څه روان دې." "د دولتي امنیت یو افسر زنګ وواهه او ویې ویل چې دا یوازې په تاسو پسې تړاو لرې. بايد سمدستې د اور ځاى ته رسيدګې وکړى." سمدلاسه ، د لس کسيزې ډلي غړې -چې نهه نارینه اور وژونکي او يوه ښځینه پیرامیډیک وه د اور وژنې لارۍ (ټرک) او امبولانس ته وختل او د بندر په لور وخوځېدل ، د ښار د کارنټینا ګاونډ څخه د دوی له ځ...