زهره ته ليږل شوي ځمکني ميلمانه The Venera missions to Venus د ونيره 9 لخوا اخستل شوۍ د زهرې د سطحي انځور Photo credit NASA زهره سياره انسان د پيړيو راهيسې دا ګمان کاوه چې په زهره کې به ژوند کول ممکن وي او د انسانانو پشان مخلوق به هم پکښې اوسيږي، ليکن په 1970کې روسيه زمونږ دا خوش فهمي لري کړه هغوى په 1970 کې د وينيره (Venera7) په نامه يوه ستور بېړۍ د زهره په سطحه ښکته کړه، ونيرا پروګرام 23 کاله اوږد و چي له 1961 نه تر 1984 مېلادي کال پوري يې دوام اوکړ Venera 7: ونېره اوه لومړنۍ جهاز وو چې په دې سياره کې يې قدم کيښود ليکن دې جهاز يوازي درويشت دقيقې د زهره ګرمي او اتموسفيرک پشار برداشت کړ، په دې 23 دقيقو کښې وينيره د مرګ نه مخکې صرف ددې سيارې د سطحي د تودوخي درجه مونږ ته راوليږله ونيره اوه نه تمه کيده چي په يوه ساعت يعني شپېته دقيقو کښې د زهره په ځمکه ناسته وکړي، خو دا برعکس يوازي په 35 دقيقو کښي د زهره سطحي ته ورسېده ، د دې لامل شايد په زهره کښي چلېدونکي طوفاني بادونه و چي د ونيره ستوربېړۍ پراشوټ يې خراپ کړ Venera 1, Venera 2, Venera 3: له ونېره اوه مخکي شوروي ات...
Comments
Post a Comment