Posts

Showing posts from September, 2020

زهره د دوزخ يو منظر

Image
 د  لمريز نظام دويمه نړۍ زهره Venus زهره سياره Image credit NASA انسان د پيړيو راهيسې دا ګمان کاوه چې په زهره کښې به ژوند کول ممکن وي او د انسانانو پشان مخلوق به هلته اوسيږي د ځمکې ګاونډۍ سياره زهره چې د ځمکې د غبرګوني خور خطاب هم لري د ځمکې نه 261 ميلونه کيلومتره لري ده که څه هم زهرې ته د ځمکې د غبرګونې خور لقب د زهره د جسامت او د ځمکي په رقم خاوريني سطحي په لرلو سره ورکړل شوې خو د زهره شکل د ځمکې سره سمون نه خوري، ځکه که يٶ طرف ته ځمکه د جنت غوندي ښايسته او له ژوند نه ډکه ده نو بل طرف دا زهره چي زموږ په اسمان کښې تر ټولو رڼه او ښايسته معلوميږي په حقيقت کې د دوزخ منظر وړاندې کوي په زهره کښې تودخه  °462c  سلسيس درجې ته رسيږي د زهرې پر سطحه يوه پيزا  [Pizza]  يوازي په 7 ثانيو کښې پخپله پخيږي ، په دومره حرارت کې خو انسان يوه ثانيه هم ژوندى نه شي پاتى کيدى خو د حرارت لوړه درجه يواځنى مشکل ندۍ په زهره کښې د تيزابو بارانونه وريږي د زهره په سطحه کې سلفيورک ايسډ  (Sulfuric Acid)  بهيږي د تېزابو بارانونه د سلفيورک ايسډ په شکل کې کيږي، دا خو ص...

د روس ونيره ستوربيړيو په زهره کښې څه وليدل

Image
 زهره ته ليږل شوي ځمکني ميلمانه The Venera missions to Venus د ونيره 9 لخوا اخستل شوۍ د زهرې د سطحي انځور Photo credit NASA زهره سياره انسان د پيړيو راهيسې دا ګمان کاوه چې په زهره کې به ژوند کول ممکن وي او د انسانانو پشان مخلوق به هم پکښې اوسيږي، ليکن په 1970کې روسيه زمونږ دا خوش فهمي لري کړه هغوى په 1970 کې د وينيره (Venera7)  په نامه يوه ستور بېړۍ د زهره په سطحه ښکته کړه، ونيرا پروګرام 23 کاله اوږد و چي له 1961 نه تر 1984 مېلادي کال پوري يې دوام اوکړ Venera 7: ونېره اوه لومړنۍ جهاز وو چې په دې سياره کې يې قدم کيښود ليکن دې جهاز يوازي درويشت دقيقې د زهره ګرمي او اتموسفيرک پشار برداشت کړ، په دې 23 دقيقو کښې وينيره د مرګ نه مخکې صرف ددې سيارې د سطحي د تودوخي درجه مونږ ته راوليږله ونيره اوه نه تمه کيده چي په يوه ساعت يعني شپېته دقيقو کښې د زهره په ځمکه ناسته وکړي، خو دا برعکس يوازي په 35 دقيقو کښي د زهره سطحي ته ورسېده ، د دې لامل شايد په زهره کښي چلېدونکي طوفاني بادونه و چي د ونيره ستوربېړۍ پراشوټ يې خراپ کړ Venera 1, Venera 2, Venera 3: له ونېره اوه مخکي شوروي ات...